د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۱۴ میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو په ارزښت څو هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
یاد وزارت نن (یکشنبه، د وري ۹مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ناستو پرمهال د خصوصي سکتورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د وزارت په وینا، دا هوکړې د بېلابېلو برخو لکه د چرګانو د روزنې کارخونو جوړول، د سمنټو او ډبرو سکرو واردات او صادرات، وچې مېوې او سبزي، د خوراکي توکو واردات او همدارنګه د غیرالکولي مشروباتو صادرات رانغاړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سربېره پر دې، تېل، نفتي مواد، قیر او مسو په برخه کې هم د همکارۍ تفاهملیکونه شامل دي.
اوزبیکستان له افغانستان سره نږدې اقتصادي اړیکې لري او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې ګڼشمېر د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴کال کې ۶۴۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.