ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله جون میاشت کې هند لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه او ورپسې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د کرکانفو ویبپاڼې نن دوشنبه د حوت ۱۱ / مارچ دویمه ویلي، ټسټ لوبه به د جون په ۶مه او ۳ یو ورځنۍ سیالۍ به د جون په ۱۴مه، ۱۷مه او ۲۰مه وشي.
دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټسټ لوبه وي.
په ۲۰۱۸ کال کې په لومړۍ ټېسټ سیالۍ کې هند افغانستان ته په یوه پاڼۍ او ۲۶۲ منډو ماتې ورکړې وه.
دا لوبلړۍ به د ایپياېل تر پای ته رسېدو یوازې شپږ ورځې وروسته پيل شي؛ هغه سیالۍ چې ټاکل شوې پایلوبه یې د مې په ۳۱مه ترسره شي.