Asset 1SWN

افغانستان نن له سوېلي‌‌افریقا سره تاریخي لوبلړۍ پیلوي

Cricket-WC-2024-T20-AFG-RSA-75_1724160017794_1724160031270

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه، وږي ۲۸مه له سوېلي‌‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو د تاریخي لوبلړۍ، لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له سوېلي‌افریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. افغانستان له دې وړاندې له سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې کړي چې دواړه یې، بایللې دي.

افغانستان دغه لوبلړۍ ته د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړی چې د کورني کرېکټ یو‌شمېر لوبغاړو ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی. راشدخان هم بېرته لوبډلې ته راغلی، خو ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د ټپونو له امله له لوبډلې کېښنول شوې دي.

سوېلي‌افریقا او افغانستان روان کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې هم د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه او افغانستان په یاده لوبه کې له دې لوبډلې ستره ماته وخوړه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سوېلي‌افریقا بیا پای‌لوبه کې هند ته سیالي وبایلله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام