د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن یکشنبه، تلې لومړۍ نېټه د سوېليافریقا لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ بجې پیل شي.
افغانستان له سوېليافریقا د درېوو ورځنیو روانه لوبلړۍ ۲ـ۰ ګټلې ده. افغان لوبډلې لومړۍ لوبه کې سوېليافریقا ته په څلور وېکټو او دویمه سیالي کې د ۱۷۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له سوېليافریقا سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوي. افغانستان له دې لوبلړۍ وړاندې له سوېليافریقا سره یواې دوه لوبې کړې وې چې دواړه سوېليافریقا ګټلې وې.
په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان لپاره د توپوهنې برخه کې عظمتالله عمرزي دوو لوبو کې ۱۱۱ منډې او رحمنالله ګربز هم ۱۰۵ منډې جوړې کړې دي.
په شویو دوو لوبو کې بیا راشدخان د افغانستان لپاره ۷ وېکټې او ننګیال خروټي هم دوو لوبو کې څلور وېکټې ترلاسه کړې دي.
د درې غوره توپوهونکو او توپاچوونکو په نوملړ کې بیا د سوېليافریقا کوم لوبغاړی نه تر سترګو کېږي.