د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له عربيمتحده اماراتو سره دویمه شل اووره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه ډسمبر ۳۱مه د عربيمتحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په لومړۍ شل اووره لوبه کې کوربه لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړې ده.
افغانستان به د راشدخان پرته خپل نوي لوبډلمشر سره د عربيمتحده اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه وکړي. راشدخان د ملا ټپ له کبله د ریزرف لوبغاړو په نوملړ کې اخیستل شوی دی.
د کرېکټ بورډ لهخوا یادو سیالیو ته د اعلان شوي نوملړ له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د لومړي ځل لپاره د ځوان توپوهونکې ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې د اماراتو پر وړاندې ولوبېږي.
په یاد نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمنالله ګربز (وېکټساتونکی)، محمداسحق (وېکټساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمتشاه، دروېش رسولي، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، کریم جنت، عظمتالله عمرزی، شرفالدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمدسلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغهراز څلور احتیاطي لوبغاړي راشدخان، اکرام عليخېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم د یادو سیالیو برخه دي.