Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان د بانکونو ټولنې نړیوالو بانکونو سره د اړیکو بیا احیا غوښتنه کړې

WhatsApp Image 2026-01-22 at 3.33.08 PM

د افغانستان د بانکونو اتحادیې له نړیوالو بانکونو او ټولنې د بانکي اړیکو د بیا احیا په برخه کې د عملي همکاریو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بانکونو ټولنې نن پنجشنبه دلوې ۲ / جنوري ۲۲ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې یې د افغان سوداګریزو بانکونو، افغان ـ امریکا د سوداګرۍ خونې او نړیوالو شریکانو په همکارۍ، د بانکي متقابلو اړیکو د پراختیا په هدف نړیوال کنفرانس ترسره کړ.

په دې کنفرانس کې د افغانستان د بانکونو ټولنې، افغان سوداګریز بانکونو او د لسګونو نړیوالو بانکونو او مالي بنسټونو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې استازو، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

په دغه کنفرانس کې په واضح توګه وویل شول چې د افغانستان بانکي سکتور د نړیوالو بندیزونو لاندې نه دی، بانکونه نړیوال سوداګریز بازار لري او په کلني ډول سلګونه میلیون ډالره مالي انتقالات ترسره کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ثبات، باور او بیا وصل کېدو پر لور په ډاډمنو ګامونو کار روان دی.

د افغانستان د بانکونو ټولنې له نړیوالو بانکونو او ټولنې وغوښتل چې د بانکي متقابلو اړیکو د پیاوړتیا او بیا احیا په برخه کې عملي همکاري وکړي.

د یاد کنفرانس ګډونوالو هم له افغان بانکونو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د بانکونو ټولنه دغه کنفرانس د باور د بیارغونې، د پیسو د لېږد اسانتیا او د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې، د افغانستان د بانکي سکتور لپاره یو مثبت او هیله‌بښونکی ګام بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام