د افغانستان بانک مسوولان وايي چې هرات ولایت کې یې، څه باندې ۵۵۹ میلیونه زاړه افغاني بانکنوټونه چې د چلښت وړ نهوو، سوځولې دي.
دغه بانک نن دوشنبه، د زمري ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هېواد په لوېدیځ زون هرات کې پنځه سوه نهه پنځوس میلیونه او ۱۴۱زره، زړې افغانۍ سوځولې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد بانک لیکلي: «د افغانستان بانک له لوري (۵۵۹،۱۴۰،۰۰۰) پنځه سوه نهه پنځوس میلیونه، یو سل څلویښت زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د لویدیځ زون هرات ولایت په خزانه کې موجود وو او د افغانۍ( ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰) انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې و سوځول شول.»
د افغانستان بانک د روانې زمري میاشتې پر دویمه نېټه هم د هېواد شمال او شمالختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانکنوټونه سوځولي وو.
یاد بانک هغه مهال پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانکنوټونه یې، ټول او سوځولې دي.
د افغانستان بانک مسوولانو له دې وړاندې له وخت وړاندې د افغاني بانکنوټونو د زړښت لامل، د خلکو لهخوا په سمه توګه د افغانيبانکنوټونو نهساتل په ګوته کړي دي.
یاد بانک له هېوادوالو په وار وار غوښتنه کړې چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پرمهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له وخت وړاندې مندرس نهشي.