د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان سلاموطندار ته وايي، افغانستان او پاکستان د باروړونکو موټرو د تګراتګ لپاره د یوه ګډ میکانیزم په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند امامالدین احمدي وايي چې دواړو هېوادونو په لنډمهاله توګه یو د بل سوداګریزو باروړونکو موټرو چلوونکو ته د سفر لنډمهاله اسنادو پر ورکړې هوکړه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «یاد سندونه به کابل کې د پاکستان سفارت لهخوا افغانانو او کندهار کې د دغه هېواد قونسلګرۍ لهخوا وېشل کېږي او پاکستانیانو ته به پېښور او کوېټه کې د افغانستان ټرانسپورټي اتشې د دفتر له لوري ورکول کېږي او موږ له موټرچلوونکو غواړو چې د جوزا تر ۱۲مې د اړتیا وړ سندونه دغه وزارت کې طي مراحل کړي.»
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د باروړونکو موټرچلوونکي د غبرګولي له ۱۲مې وروسته نهشي کولای له نوي سند پرته تګراتګ وکړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرایي رییس نقیبالله ساپی وايي، باروړونکو موټرو چلوونکو ته د لنډ وخت اسنادو پر ورکړې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر اسانه شي. هغه زیاتوي چې د دغه نوي میکانیزم په پليکېدو سره به دوه اړخیزه سوداګري هم پراختیا ومومي.
هغه وویل: «زه فکر کوم چې پاکستان سره چې کومه سوداګري لرو، ټرانسپورټي ستونزې پهکې ډېرې دي، که دا پرېکړه پلې شي، ډېرې ستونزې به هوارې شي. زه فکر کوم چې دا د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره ښه دی او له موتر چلوونکو غواړو چې اسناد واخلي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د دغه هوکړهلیک د لاسلیککېدو هرکلی کوي او وايي، دغه میکانیزم به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږدونکو لارو ته اجازه ورکړي چې په قانوني ډول تګراتګ وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وویل: «د دې پرځای چې موټر له اسنادو پرته او غیرقانوني توګه ګاونډیو هېوادونو ته ننوځي، ښه ده چې په قانوني توګه سفر وکړي.»
د پاکستان د تېر لمریز کال پرمهال د تورخم دروازه څو ځلې د افغان باروړونکو موټرو پر مخ د پاسپورټونو او ويزو د نشتوالي له امله وتړله.