د افغانستان ۱۹کلنه کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د ۱۹کلنو یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې نن د هند ۱۹کلنې کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې د زمبابوې حرارې سپورټسز کلب لوبغالي کې ترسره شي.
د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلستان اسټرالیا ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان په وروستیو پنځو سیالیو کې چې هند سره مخ شوی، یوازې یو ځل یې، یادې لوبډلې ته ماته ورکړې او پاتې لوبې یې، بایللې دي.
د یادو سیالیو پایلوبه به د روانې فبرورۍ میاشتې په شپږمه نېټه «جمعه» ترسره شي. که افغانستان نن هند ته ماته ورکړي، نو دا به لومړی ځل وي چې د ۱۹کلنو د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.