Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان کډوال: ایران دې په زور د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي

R

ایران کې یوشمېر افغان کډوال له ایراني چارواکو غواړي چې له هغه هېواده د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

دوی سلام‌ونطدار ته وویل، دا چې د ایراني امنیتي مسوولانو له لوري ونه‌نیول شي، د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاووې په پټه پوره کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ایران کې افغان کډوال رحیم اماني وايي: «څو ورځې وړاندې زه شاهد یم چې دوی راځي د کار ځایونو ته، کوڅو او بازار کې په شخصي لباسونو کې ګرځي او چې ورنږدې شي، لاس په لاس افغانان نیسي او ډيپورټ کوي یې، موږ غواړو چې دا بهیر دې ودروي.»

امید پویا هم وویل: «کډوال ستونزه کې دي او د نانوايي لیکو کې نه‌شي درېدلی، په وېرې سره پلور کوي. له شپږو میاشتو راهیسې بدلون راغلی او وضعیت سخت دی او کډوال نه‌شي کولای چې بهر لاړ شي او ډوډۍ واخلي؛ موږ له نړیوالو بنسټونو غواړو چې په زور د افغان کډوال د اېستلو لړۍ ودروي.»

د ایران دولت تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه ډېر کړي او د هغه هېواد یوشمېر ښارونو کې افغان کډوال ښوونیزو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، په ازاده توګه ګرځېدلی نه‌شي او د کور نیولو په برخه کې هم ستونزو سره مخ دي.

همدارنګه د ایران زیاتره ښارونو کې افغان کډوال کار خونو، ښاروالۍ او تولیدي فابریکو کې له کارکولو منع شوي دي.

ایران کې افغان کډوال خیرالله مرادي وویل: «کډوال لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د یوه سیم‌‌کارټ اخیستلو لپاره زورول کېږي، بانکي او مخابراتي کارټونه نشته او اړیکه نشو نیولی.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولانو وویل، ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره، د هغه هېواد چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل: «یاد وزارت د پاکستان او ایران سره پر خبرو بوخت دی او موږ ترې غواړو چې افغانان دې په زور نه‌ډيپورټ کوي او پرې دې ږدي چې په خپله خوښه راشي او له افغانانو غواړو چې هېواد ته راشي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال تېرو نهو میاشتو کې څه باندې ۸۹۰ زره افغانان له ایرانه اخراج او هېواد ته را ګرځېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام