Asset 1SWN

سلام وطندار

قطر کې افغان کډوال افریقايي هېوادونو ته لېږدول کېږي

CAMP AS SAYLIYAH, QATAR - AUGUST 20:  In this handout image Afghan Special Immigrants walk through the in-processing building, August 20, 2021 at Camp As Sayliyah, Qatar. Soldiers help process Special Immigration Applicants seeking relocation to the United States.  (Photo by Sgt. Jimmie Baker / U.S. Army via Getty Images)

له یوکال څخه ډېر وخت کېږي چې تر ۱۱۰۰ زیات افغان کډوال د قطر په یوه پخواني امریکايي پوځي کمپ کې په نامعلوم وضعیت کې پاتې دي.

 دا کسان د پخواني حکومت له سقوط وروسته ایستل شوي وو، خو تراوسه یې امریکا ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د وال‌سټرېټ ژورنال ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، د امریکا حکومت د دغو کډوالو د برخلیک د حل لپاره پر بېلابېلو طرحو غور کوي.

په دې کې یو وړاندیز دا دی چې یاد افغانان افریقايي هېوادونو ته ولېږدول شي، خو د دې هېوادونو په اړه رسمي جزییات لا‌نه دي خپاره شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ښايي دا کمپ وتړل شي. امریکايي چارواکو ویلي چې د بېلابېلو هېوادونو سره د دغو کسانو د انتقال په اړه خبرې روانې دي.

بل‌خوا د کډوالو د حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې که دا انتقال په منظم او خوندي ډول ترسره نه‌شي، د خلکو ژوند به له خطر سره مخ شي.

همدارنګه، یوشمېر افغان او امریکايي فعالان نیوکه کوي چې ولې دغه کډوال امریکا ته نه انتقالېږي؟ په داسې حال کې چې هغوی نشي کولای بېرته افغانستان ته ستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام