د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوېلختیځ زون رییس مولوي سیدمنهاج الدین هاشمي په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې وویل، د یاد ولایت په چک ولسوالي کې له ۴۴ سېلابځپلیو کورنیو مرسته کړې ده.
هاشمي زیاته کړه، هرې سېلابځپلې کورنۍ ته د سرپناه لپاره خېمې، ترپالونه، د اشپز خانې کېټونه، غنم او یو شمیر نور خوراکي توکي ووېشل شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په نږدې ورځو کې به ددغه ولایت په نرخ ولسوالي کې هم په ورته ۴۱ سېلابځپلیو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم میدانوردګ کې د حکومت او یوشمېر موسسو له لوري پر سېلابځپلیو کورنیو ورته مرستې وېشل شوې دي.