Asset 1SWN

تېرکال هېواد کې څه باندې یو میلیون کسانو مرستې ترلاسه کړي

۱۲۱۲۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، یو میلیون، ۴۳۰زره او ۳۶ سېلاب‌خپلو او اړمنو کسانو سره نغدي، خوراکي او د غیرخوراکي توکو مرسته کړې.

د دوی په وینا په مرسته شویو توکو کې، اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بېسکوېټ، نخود، خېمې، ترپال او لوښي شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادې ټولنې مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، وږي ۲۴مه کابل کې د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي. چارواکي زیاته کړه چې دغې ادارې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له ۲۲۷۳۵ قربانیانو سره بشري مرستې کړې دي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دغه بنسټ له مهمو لومړیتونو څخه دی، چې د ۴۶ ثابتو روغتونونو، ۳۶ فرعي کلینیکونو، ۶۵ بېړنیو روغتیايي ټیمونو، ۳۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو او د کتلوي معافیت د ۴۵ روغتیايي کمپونو له لارې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تېرکال کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته د ۲۲۱۲ ماشومان په ګډون، ۵ میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه مستفید شوي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې سرپرسته وګړو پالنه کړې او په تېر کال کې د یادو مرستونونو له لارې، ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په ورته مهال تېرکال ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۵۴۳ تنه مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له دې بنسټ څخه نغدي مرستې ترلاسه کوي، چې په تېر کال کې په ټولیز ډول ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ سوالګرو ته ورکړل شوي دي.

د وروستي یوه کال پر مهال په هېواد کې له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم، ۲۰۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، په وروستي یوه کال کې د دې بنسټ په ۳۵ ښوونیزو مرکزونو کې ۵۴ زره او ۸۷۹ هلکانو او نجونو ته د دیني او کمپیوټر زده کړو زمینه برابره شوې ده. دغه راز، ۱۹ تنه د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي، چې د درملنې مودې له بشپړولو وروسته به بېرته هېواد ته راستانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام