هېواد کې د انټرنټ لوړې بیې او ټیکنالوژۍ برخه کې د شته ستونزو سربېره یوشمېر ځوانان بریالي شوي چې دې برخه کې ښې لاستهراوړنې ولري.
د ټیکنالوژۍ په دې لاستهراوړنو کې ځوانان پر دې توانېدلي چې د مالي مدیریت، حسابدارۍ، د ژبښوونې او درماني خدمتونو برخو کې په ملي او نړیواله کچه اپلېکېشنونه جوړ کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تخار اوسېدونکی ۲۴کلن عبدالباعث وليزاده چې د کمپیوټرساینس برخه کې لېسانس لري، د «بکسک» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی چې کاروونکو سره مرسته کوي، خپل لګښتونه مدیریت کړي. هغه وايي، له ستونزو سره سره یې، یاد اپلېکېشن په نړیوالو پلټفارمونو کې خپور کړی او هدف یې، د هغو ستونزو حل لاره ده چې دی ورسره مخ و.
عبدالباعث وليزاده وویل: «بکسک په ګوګلپلې کې خپور شوی؛ بکسک د کارونکي عاید او لګښت مدیریتوي؛ لکه د فیزیکي بټوې په شکل چې عاید راځي او لګښتوي یې، پلور کوئ، بیا راځې چې وینې زر یا دوه زره افغانۍ کمې دي؛ معلومې نهدي چې چېرته مصرف شوي او فکر کوئ چې ورکې شوي. دا پروګرام له دې ستونزو مخنیوی کوي او عواید مو ثبتوي، افلاین کار کوي. زه خپله دې ستونزو سره مخ وم او پیسې مې نشوای مدیریتولی؛ دا مې ذهن ته راغی.»
د کندوز اوسېدونکی ۲۷کلن عبدالرحمن پوپل چې د کمپیوټرساینس برخه کې لوړې زدهکړې لري، د اېګزکټ په نوم سافټوېر جوړ کړی او د حسابدارۍ او مالي برخه کې کارول کېږي. د نوموړي دغه سافټوېر په ګاونډیو هېوادونو او له هغه لرې هم کارول کېږي.
هغه وویل: «کله به چې ماته د کور لهخوا حواله راتلله، نو صرافیو ته به ورتلم او اجرا کوله به یې؛ ډېر وخت به یې، نیوه، بیا مې له صرافانو سره خبرې وکړې چې د حسابدارۍ سېسټم جوړ کړم چې کار به مو اسانه شي او حوالې به مو کمپیوټري شي، بیا تر فراغت وروسته د دې پروګرام پر جوړولو مې پیل وکړ؛ بیا مې صرافانو ته جوړ او وروسته مې اقدام وکړ. بیا مې همدا سافټوېر بازار ته وړاندې کړ.»
د نوموړي په وینا، کارونکي کولای شي چې خپل د حسابدارۍ کارونه په موبایل او کمپیوټر کې وڅاري. «هر صراف سره مې چې وصل کړی، کار یې، اسانه شوی؛ کارونه چې یوه میاشت او اوونۍ کې یې، کول، اوس یې، ورځو کې کوي، که پخوا لسو دقیقو کې اوس یوه دقیقه کې حواله کېږي. یا ګدام لرونکي چې ترې استفاده کوي، هره ثانیه پوهېږي چې څومره مال ګدام کې دی؛ څومره خرڅ شوی؛ همداراز د تېلو ټانک کې یوه کس ته معلومېږي چې کومه پایه کې څومره تېل دي.»
دې ځوانان همداراز د قاموس او کلام په نوم دوه نور اپلېکېشنونه هم جوړ کړي چې تراوسه ۱۰۰زره ځله ډانلوډ شوي دي. یاد اپلېکېشنونه د انګلیسي ژبې زدهکړې لپاره جوړ شوي.
عبدالرحمن پوپل وویل: «د قاموس او کلام په نومونو کوم اپلېکېشنونه چې دي، د زدهکړیالانو لپاره دي چې انګلیسي ژبه زدهکړي. بله برخه یې، د ډاکټرانو لپاره ده چې خپلې نسخې پرې لیکلی شي او همداراز ناروغان چې د دویم ځل لپاره ورته مراجعه کوي، څو پوه شي چې مخکې یې هم نسخه ورکړې او دا ځل څه درمل ورکړي او همداراز لابراتور کې ورته ښکاري چې کوم ټسټونه یې کړي او درملتونونو کې پوهېږي چې څومره درمل لري او څومره خرڅلاو یې کړی او د کومو درملو تاریخ تېر دی؛ څومره ګټه او څومره یې، زیان کړی.»
د پروان اوسېدونکی ۲۲کلن اقبال احمدي چې کمپیوټرساینس کې لوړې زدهکړې لري، ماشومانو ته د ژبې زدهکړې لپاره اپلېکېشن جوړ کړی دی. هغه وايي چې د بانکي او مالي ستونزو له امله نهدی بریالی شوی چې دا اپلېکېشن نړیوالو پلټفارمونو کې خپور کړي.
هغه وویل: «د غیردري ژبو لپاره د دري ژبې اپلېکېشن دی؛ په ځانګړې توګه ماشومانو لپاره دی چې بهر کې ژوند کوي، ډېری زموږ هېوادوال چې بهر کې ژوند کوي او ماشومان یې، په مورنۍ ژبه سمې خبرې نهشي کولای. ستونزې چې پیدا شوې ومې نشوای کړای چې دا اپلېکېشن خپور کړم؛ بانکي اکونټ راسره نهوو او پیسې هم نهوې.»
بلخوا د کابل پوليتخنیک پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي رییس او استاد ارشاداحمد هاشمزی دې برخه کې د ځوانانو د نوښتونو له زیاتېدو خوښ دی او وايي، د ځوانانو ترمنځ د ارتقا لوړونې لپاره د پوهنتون په کچه سیالي جوړوي او په وینا یې، ځینو زدهکړیالانو داسې اپلېکېشنونه جوړ کړي چې په ملي او نړیواله کچه کارول کېږي.»
هغه وویل: «د پوليتخنیک پوهنتون کې د زدهکړیالانو هڅونې لپاره پروګرامونه جوړېږي؛ د یاد پوهنتون د زدهکړیالانو له لوري ډېر سافټوېرونه جوړ شوي، لکه د پوهنتون او خصوصي ښوونځیو لپاره اپلېکېشنونه او همداراز د روغتیا او نورو برخه کې.»
د ټیکنالوژۍ برخې کارپوهان وايي چې د بنسټیزو پراختیاو ترڅنګ د ملاتړیزو پروګرامونو جوړوله به دې برخو کې ځوانان ښې لاستهراوړنې ولري. ارزانه او چټک انټرنټ، له فکري مالکیت د ملاتړ لپاره د ښوونیزو او تخصصي مرکزونو جوړول، هغه څه دي چې دې برخه کې ځوانانو سره مرسته کولا شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټیکنالوژۍ برخې کارپوه قریب ارین وویل: «حکومت کولای شي چې د مناسبو زمینو برابرولو سره د اپلېکېشنونو پراختیا برخه کې مهم رول ولوبوي؛ دا د پرمختللو بنسټونو رامنځتهکول، چټک او ارزان انټرنټ برابرول، د کاربرابرونکو لپاره د مرکزونو رامنځتهکول له فکري مالکیت د قانوني ملاتړ رامنځتهکول او همداراز د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ له لارې د مالي اسانتیاوې رامنځته او فعال ملاتړ مهم دی.»
د ځوانانو له لوري دغه پرمختګونه داسې مهال دي چې هېواد کې خلک د پاښتلرونکې برښنا او د چټک او ارزانه انټرنټ څخه محروم دي. د هېواد د لروپرتو سیمو اوسېدونکي خو بیا حتا برښنا او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی هم نهلري.