د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو هغه پرمختللې کمپیوټري دستګاه نیولې چې له لارې یې په غیرقانوني ډول د بېلابېلو معدني ډبرو، تاریخي اثارو د پیژندنې او د ځمکې د ژوروالې او موقعیت د معلومولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېدله.
د امنیې قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، یاد وسیله د مرکز اړوند سیمه کې د لویې لارې د ساتنې کنډک د سرتېرو لهخوا کشف او ترلاسه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل، د دې ډول وسایلو کارول د هېواد تاریخي شتمنیو او ملي منافعو پروړاندې لوی زیان دی او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ځواکونه د ورته غیرقانوني وسایلو د مخنیوي او تعقیب لپاره خپلې هلې ځلې لاپسې پراخوي.
د معلوماتو له مخې، نیول شوې دستګاه د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پېژندنې ترڅنګ د ځمکې ژوروالی او موقعیت هم تشخیص کولی شي.