Asset 1SWN

سلام وطندار

د بهرنیوچارو وزارت ویاند: له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي نن کابل ته رارسېږي

171194138

کابل – جمعه، د چنګاښ ۲۷مه: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.

بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې له دې پناه‌ غوښتونکو سره د بېرته راستنېدو ټول اسناد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له‌خوا بشپړ شوي او دا کسان به نن کابل ته راورسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قطر له همکارۍ مننه کړې چې د یادو پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنېدو لپاره‌یې اسانتیاوې برابرې کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه وزارت ژمنه کړې چې په دېرخه کې به خبرې دوام ولري، څو ټول افغان اتباع چې په آلمان کې دي، وکولای شي په شفافه او معیاري توګه قونسلي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د المان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته راستنولو لپاره اړینه ده چې له اسلامي امارت سره مستقیم تعامل رامنځته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام