Asset 1SWN

سلام وطندار

عبدالطیف منصور: امارت د ملت د دردونو د درملنې لپاره هڅه کوي

GxVBoj8X0AAleP8

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور وايي چې امارت د ملت دردونه درک کړي او د درملنې لپاره یې هڅې کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن شنبه، زمري یوولسمه، کابل کې د لس میلیارډ ډالرو په ارزښت د «لس زره مېګاواټه برښنا» د تولید تفاهم‌لیک د لاسلیک غونډه کې وکړې.

هغه همداراز د ملي پانګوال میرویس عزیزي له دې پانګونې مننه کړې او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور ټينګار وکړ چې هېواد کې د پانګونې لپاره فرصتونه او سرچینې برابرې شوي او پر پانګوالو یې غږ وکړ چې له دې فرصتونو ګټه واخلي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لس میلیارډ ډالر ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برښنا د تولید دغه پروژه به هېواد کې برښنا ۲۴ ساعته کړي او کارخونو ته به هم بشپړه برښنا ورکړل شي.

دغه پروژه به هېواد کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او حکومت ته به له لس تر دولس میلیارډ ډالرو عاید ترلاسه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام