Asset 1SWN

عبدالغني برادر: ظالمانه بانکي بندیزونه دې لرې شي

GSXHdlNXEAEjVpY

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سرپرست حکومت هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او په وینا یې، هغه ظالمانه بانکي بندیزونه چې ګڼې اقتصادي سونزې او د وزګارتیا لامل شوي، باید لرې شي.

نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د «کار ملي کنفرانس» ته د وینا پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برادر زیاته کړې چې سرپرست حکومت هڅه کوي، څو ټولو هېوادوالو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.

نوموړي ویلي: «اسلامي امارت د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی، پر هغوی غږ کوي تر څو هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زیږولې او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې، لرې او د اسلامي امارت سره مثبت تعامل ته رامخکې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز ټينګار وکړ چې هېواد کې د وزګارتیا کمېدو لپاره هڅه کېږي چې افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل پر نقطه بدل شي او په وینا یې، د کورنیو تولیداتو لېږد لپاره زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام