مطېعالله مخبت چې د بدخشان د یفتل ولسوالي د رباطک کلي اوسېدونکی دی، په خپل زیار او نوښت د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی دی.
نوموړی سلاموطندار ته وايي چې سیمه کې یې، د برښنا نشتوالي، کمزوري انټرنټ او نورو ستونزو سره سره دغه اپلېکېشن جوړ کړی.
د نوموړي په وینا، د بدخشان په نوم دغه اپلېکېشن یې، د یاد ولایت د طبیعي جاذبو، فرهنګ او تاریخي سیمو د پېژندنې په موخه طرحه کړی دی.
هغه ټينګار کوي چې دغه اپلېکېشن یې، د درېوو میاشتو په موده کې جوړ کړی.
مطېعالله مخبت زیاتوي چې د بدخشان په نوم اپلېکېشن سایز کوچنی دی او په وینا یې، له همدې امله په انډرویډ ځیرک موبایلونو کې په اسانۍ سره انسټالېدای شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مطېعالله وايي چې د یاد اپلېکېشن په نوې بڼه کې به د یاد ولایت د ولسوالیو، ځانګړو سیمو، سیمهییز فرهنګ او ګرځندوی په اړه معلومات وراضافه کړي.
نوموړی له خلکو غواړي چې د یاد پروګرام د ښهوالي لپاره د خپلو سیمو معلومات او نظرونه ورسره شریک کړي.
بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېحالله امیري د یاد ځوان نوښت ستایلی او هغه یې، د یاد ولایت د پېژندنې برخه کې ګټور او اغېزمن ګام بللی دی.
د نوموړي په وینا، د بدخشان په نوم اپلېکېشن کولای شي چې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د یوه ډیجیټال لارښوود په توګه وکارول شي.