Asset 1SWN

کندهار کې د اوبو څاه ته لوېدلې ښځه ژغورل شوې

307178098_5856134177730393_921185612337239445_n-1

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت خاکرېز ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلې ښځه، له څاه ژوندۍ رااېستل شوې.

پېښه پرون سه‌شنبه، چنګاښ ۱۹مه د خاکرېز ولسوالي د لومړۍ حوزې د پیتاوي په سیمه کې رامنځته شوې. ویل کېږي چې دې ښځې د میرګي ناروغي درلوده او د خپل کور د اوبو څاه ته لوېدلې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د اوبو څاه ته لوېدلې ښځه، د امنیتي مسوولانو له‌خوا بېګاه شپه ۱۲ بجې ژوندۍ رااېستل شوې.

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دې کورنۍ سرپرست د څاه سر نه‌ پټولو له کبله د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او په وینا یې، ډېر ژر به یې محکمې ته وروسپاري.

تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي او سرپرست حکومت ژورو څاګانو ته د ماشومانو او لویانو د لوېدو پېښو مخنیوي په موخه له هېوادوالو غوښتي وو چې د څاګانو سرونه وپوښي.

د کورنیو چارو وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي، خو له دې سپارښتنې سربېره لا هم وخت ناوخت د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاه‌ګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام