د پنجشېر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ابشار ولسوالي د یوه جومات چارې بشپړې او بل جومات له ترمیم وروسته ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ابشار ولسوال، محمدعلي حقشناس، (د وږي ۱۷مه) سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي نوی مسجدالنور په رسمي توګه پرانیستل شوی او همدارنګه د قلعهبالا د کربهګلابخېل سیمه کې یو بل جومات چارې ترمیم شوي دي.
د هغه په وینا، دغه دوه پروژې د علماوو، قومي متنفذینو او د ا.ا محلي چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې د دې جوماتونو د جوړولو او ترمیم چارو کې د یو میلیون افغانیو مالي مرسته د بيبي نهضیه عظیمي، د ډاکټر عبدالحبیب کابلي لور، لهخوا شوې ده.
د ابشار ولسوال د خلکو د ګډون له امله مننه وکړه او د جوماتونو جوړول او ترمیم یې لوی دیني او ټولنیز خدمت وباله چې د اخروي ثواب او د الله رضا سبب ګرځي.
یادونه ده چې په روانه میاشت کې دا دویم کس دی چې په دې ولایت کې د ښوونځي او جوماتونو جوړولو لپاره خیریه فعالیت کوي.