Asset 1SWN

سلام وطندار

کونړ کې یوه مېرمن د ګلانو د پلور له لارې خپلې اړتیاوې برابروي

01 (13)

کونړ کې ۳۳کلنه سادیه چې د څلورو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري، د کور دننه د ګلانو له کرنې څخه د بریالیتوب الهام‌بخښونکې کیسه کوي.

نوموړې وایي چې شاوخوا څلور کاله وړاندې یې دا کار پیل کړ، خو د دوامداره هڅو او زیار سره بریالۍ شوه چې ښه پایله ترلاسه کړي.

سادیه باور لري چې ښځې کولای شي په کور کې داسې تولیدي فعالیتونه وکړي چې هم مصروفیت رامنځته کړي او هم د کورنۍ په اقتصادي پیاوړتیا کې مهمه ونډه واخلي. د هغې په خبره، د کورني تولیداتو لپاره په کلیو او ښارونو کې ښه بازار هم شتون لري.

نوموړې وویل: «په پیل کې ډېره وېره راسره وه، ځکه تجربه مې نه لرله، خو کله چې مې لومړني ګلانو وده وکړه، ډېره خوشاله شوم. هغه وخت مې احساس وکړ چې زه هم کولای شم یو ګټور کار ترسره کړم.»

سادیې د ګلانو کرنه ځکه غوره کړه چې دا کار لږې ځمکې ته اړتیا لري، خو عاید یې مناسب دی. هغې ټینګار وکړ چې ګلان یوازې سودا نه ده، بلکې د خلکو ژوند ته خوښي وربښي.

د سادیې ورځ سهار وختي پیلېږي. لومړی د کور چارې تنظیموي، وروسته خپل کوچني باغ ته ځي. هلته د ګلانو پالنه کوي، اوبه ورکوي، وچې پاڼې لرې کوي او د خاورې ساتنې ته پاملرنه کوي.

هغې د خپلې ورځنۍ بوختیا په اړه وویل: «زه هڅه کوم چې اوبه بې‌ځایه ضایع نه شي، سهار او ماښام اوبه ورکوم او طبیعي سرې کاروم، څو خاوره حاصل‌خېزه پاتې شي.»

د هغې په وینا، د ګلابو کرنه تر ټولو زیات زحمت غواړي، ځکه دا بوټی ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. خو د همدې زحمت پایله هغه وخت ښکاره شوه چې تازه ګلان یې بازار ته وړاندې کړل او ګڼ‌شمېر پېرودونکي یې وموندل. د ترلاسه شویو عوایدو په مرسته یې د کورنۍ ځینې مهمې اقتصادي اړتیاوې پوره کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سادیه وایي: «کله چې مې خپل ګلان وپلورل او د ماشومانو د زده کړو لګښت مې برابر کړ، دا زما لپاره تر ټولو لوی ویاړ و.»

د کار په پیل کې سادیه له ګڼو ستونزو سره مخ وه؛ د تخم نشتوالی، د بازار نه پېژندنه او د خلکو منفي نظرونه یې لوی خنډونه وو، خو هغې خپل هوډ له لاسه ورنه کړ او خپلې هڅې یې جاري وساتلې.

نن ورځ، د هغې هڅې یوازې د هغې تر بریالیتوب پورې محدودې نه‌دی پاتې شوی، بلکې هغې نورې ښځې هم هڅولې دي چې په خپلو کورونو او باغونو کې د ګلانو کرنه پیل کړي.

سادیه راتلونکې ته هیله‌منده ده او غواړي خپل کار لا پراخ کړي. هغه وایي: «زه ټولو ښځو ته وایم چې ناامیده مه کېږئ، له کوچنیو کارونو پیل وکړئ او پر ځان باور ولرئ. هره ښځه کولای شي بدلون راولي.»

د سادیې کیسه د ښځو لپاره یو روښانه پیغام لري، که اراده، زحمت او پر ځان باور موجود وي، نو حتی له یوه کوچني کار او یا باغ څخه هم ستر بدلون رامنځته کېدای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام