د لوګر د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې او یوې پېغلې په دغه ولایت کې ځانونه وژلي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، دا پېښه پرون شپه ناوخته (د تلې دویمه، دوشنبه) د لوګر د مرکز پلعلم ښار اړوند د «خلیفه صیب» سیمه کې شوې ده.
د لوګر د امنیې قومانداني ویاند احمدالله انس وايي، یادې ښځې او نجلۍ د کورنیو ستونزو له امله زهر خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د هغه په خبره، د لوګر د امنیې قومانداني د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې څانګې د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.