د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د خوست ولايت مقام څخه نن «پنجشنبه، وږي پنځمه» سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اوبو دغ شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، او د (NRC) موسسې په مالي لګښت د قلندر ولسوالي په سترکوټ سیمه کې جوړه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د يادې ذخيرې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
یادې ذخیرې ته اوبه د چینې څخه راځي او ۵۵۰۰ متره نل ترې غځول شوی چې ۱۰۶ شیردانونه ورته لګول شوي دي.
له دې وړاندې هم د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو شبکې هم جوړې شوې دي.