Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پرانېستل شوې

466827135_938697864947732_5806769322882088523_n

میدان‌وردګ د لوړو زده کړو موسسه کې د لوړو زده کړو وزارت د شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تېر یوه کال په ترڅ کې بشپړې شوې بېلابېلې پروژې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا‌‌ء محمد ندیم له لوري پرانېستل شوې.

په یادو پروژو کې د وردګ لوړو زده‌کړو موسسې د ۱،۲ کیلومټره داخلي سړکونو اساسي ترمیم، د اوبو کانال پروژې شاملې دي چې افتتاح او د کرنې پوهنځي فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا‌محمد ندیم د یادو پروژو پرانېست‌غونډې ته وویل، لوړو زده‌کړو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه په ټولو ولایتونو کې تعلیمي موسسو او پوهنتونونو ته یو ډول پراختیا ورکړي.

ده وویل، د میدان‌وردګ لوړو زده‌کړو موسسې د پخوا په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی، خو اړتیا ده چې ددغې موسسې استادان محصلین په لوړ معیار سره وروزي.

ندیم، له محصلینو هم وغوښتل چې د عصري زده کړو ترڅنګ دیني زده کړو ته هم پاملرنه زیاته کړه او د ا.ا لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي راتلوونکې کال کې د میدان وردګ ولایت لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لېلې ودانۍ هم جوړه کړي.

بلخوا د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ  ولایتونو ته د لوړو زده کړو وزیر سفرونه ګټور وبلل او زیاته کړه چې د دغه سفر په ترڅ کې د میدان وردګ د لوړو زده کړو مؤسسې ادارې کارکوونکو، استادانو او محصیلینو خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي له لوړو زده کړو وزارت سرپرست څخه وغوښتل چې د میدان وردګ لوړو زده کړو مؤسسې ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام