Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې د شپږو میاشتو پرمهال د جنايي پېښو په تړاو ۳۳۴ کسان نيول شوي

۰۰۱۰

د خوست امنيه قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۳۳۴ کسان نیول شوي دي.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې ۲۵۹ د وژنو، غلاوو، شکنجه‌کولو، تښتونې، قاچاق، ضرررسونو، ناروا اړیکو، دوکې او عامه نظم ګډوډیو بېلابېلو جنايي پېښو ته رسېدنه کړې او په تړاو يې ۳۳۴ کسان نيولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زياتوي چې یادو جنایي پېښو ته د رسیدنې پرمهال ۲۲ ميله بېلابېل ډوله وسلې، د کلاشینکوف او توپانچې زرګونه مرمۍ هم نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه کاږي چې ۲۲ عرادې موټرسایکلونه، اته عرادې بېلابېل ډوله موټر او يوه اندازه نغدې پيسې او سره زر هم ترلاسه شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام