Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیا کې ۲۸۰ بې‌وزله کورنيو ته چرګې ورکړل شوې

FB_IMG_1735440174744

د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د (ایکن) موسسې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز کی ۲۸۰ بې‌وزله کورنيو ته چرګانې ورکړل شوې.

د کرنې رياست سرپرست مولوي زاهب‌الله ارسلا د يادو چرګانو وېش پرمهال وويل چې هرې کورنۍ ته ۳۰ هګۍ ورکوونګې چرګې، ۱۵۰ کيلو د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښي، د اوبو خوړولو لوښي او د مرغانچې جوړولو اړین وسایل ورکړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دغه‌راز وويل چې يادو کورنيو کسانو ته د فارمونو د پالنې، تغذيې او واکسينو استعمال په اړه روزنه هم ورکړل شوې.

يوشمېر ترلاسه کوونکي هم د فارمونو پر جوړېدو خوښي څرګندوي.

مرکز ګردېز يوه اوسېدونکي دين محمد چې چرګانو فارم ورته جوړ شوی، وايي، فارمونو په جوړېدو سره به يې کورنی اقتصادي وضعيت کې ښه‌والی راشي.

هغه وويل چې لا نورې زياتې بې‌وزله کورنۍ شته چې بايد ورته دا ډول فارمونو جوړولو برخه کې ورسره مرسته وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، په مرکز ګردېز  کې ۲۰۰ مالدارنو سره حیواني خوراکې مرسته هم وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام