په کندهار ښار کې د انارو په نوم د کورنيو توليداتو درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کډوالۍ نړيوال سازمان په ګډه همکاري پیل شوی دی. په نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو صنعتکارانو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړی دی.
دغه نندارتون د کندهار په تجارتي تالار کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی چې شاوخوا ۱۵۰ غرفې پهکې ځای پر ځای شوې دي.
د کندهار، کابل، هرات او مزارشريف له بېلابېلو صنعتکارانو خپل توليدات د نندارې لپاره وړاندې کړي، د خوړو، درملو، لبنياتو، غاليو، وچې مېوې او نورو کورنيو محصولاتو ډولونه پهکې لیدل کېږي.
د کندهار د صنايعو او کانونو خونې رییس، سيدسرور اماني د نندارتون د پرانيستې پرمهال وویل: «د دې نندارتون موخه دا ده چې د هېواد کورني توليدات معرفي شي او صنعتکارانو ته د بازارموندنې فرصتونه برابر شي.»
په ورته مهال ، د کډوالۍ نړيوال سازمان مشر اصف پتیال وايي، په کندهار کې دا نندارتون د محلي توليداتو ملاتړ ته عملي بڼه ورکړي. «موږ غواړو له خصوصي سکتور سره ګډ کار وکړو څو د افغان صنعتکارانو د توليداتو لپاره هم د صادراتو دروازې پرانيستل شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د نندارتون تنظيموونکی، حمزه وهاج وايي، د نندارتون له لارې به د کورنيو توليداتو په برخه کې ځينې تړونونه هم لاسليک شي.
هغه وویل: «تمه ده چې د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د همکارۍ يادښتونه لاسليک شي، څو د داخلي توليداتو کچه لوړه شي.»
غرفهلرونکي او د نندارتون کتونکي دا هڅې د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره مهمې بولي. د کندهار يو غرفهلرونکی مدثر وايي: «موږ هڅه کوو چې خپل توليدات خلکو ته وښيو او د بهرني توکو پر ځای کورني محصولات وکارول شي.»
په کندهار کې دا ډول نندارتونونه له تېرو څو کلونو راهيسې د خصوصي سکتور او نړيوالو ادارو په ملاتړ جوړېږي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي د کورنيو توليداتو د ملاتړ لپاره په نورو ولايتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي، څو د وارداتي توکو پر ځای د کورني توليد ارزښت لوړ شي.