Asset 1SWN

هرات کې یوه زده‌کړیال موټر جوړ کړی

۱

هرات کې د روح‌الله عزیزي په نوم یوه زده‌کړیال د ۵۳۰زره افغانیو په لګښت یو موټر جوړ او نندارې ته وړاندې کړی دی.

روح‌الله عزیزي چې د انجینیري پوهنځي د دویم کال زده‌کړیال دی، وايي، د رباتونو او ماشینونو جوړولو سره یې، لېوالیتا ډېره ده او په وینا یې، دغه موټر یې د څلور میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه موټر په ساعت کې ۱۲۰ کیلومټره په چټکتیا تګ لري او د جوړېدو اړوند توکي یې، له بازار رانیول شوې دي.

عزیزي له دې وړاندې هم ځینې کوچني موټر جوړ کړي او له مسوولانو د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امر عبدالمتین عادل د یاد ځوان له هڅو ستاینه وکړه او وویل چې دغه ولایت کې به ځوانانو ته په ټولو برخو کې د پرمختګ او ودې زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام