Asset 1SWN

لوګر کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې

098edc6e-eb53-4700-845a-beb73fed0019

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت بره‌کي‌برک ولسوالي په «یحی‌قلعه» سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو د وسله‌والو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د غلو دغه ډله چې مشري یې، جمشید کوي، له اوږدې مودې راهیسې د لوګر په بېلابېلو برخو کې د کورونو، هټیو، موټرو او دې ته ورته نورو غلاو کې ښکېل وو، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو له لوري د غلا پرمهال نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، یادو غلو په بره‌کي‌برک ولسوالي کې له یوه کس څخه شاوخوا ۱۲‌لکه افغانۍ غلا کړې وې او له یادو غلو څخه امنیتي ځواکونو ۹ لکه او ۵۰ زره افغانۍ، درې مېله توپانچې او د غلا یوشمېر نور وسایل ترلاسه کړي دي.

انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بل‌خوا نیول شویو کسانو هم د رسنیو په وړاندې په خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې په دغه ولایت کې وخت ناوخت ورته غلاوې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام