Asset 1SWN

جوزجان کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

b60b3ca5-a918-4449-bc7c-f5054b4c7d33

د جوزجان پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه او ۶۲۰زره افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د مسوولانو په وینا، د ښوونځي دغه ودانۍ د اقچه ولسوالي په بیش‌اریغ کلي کې جوړېږي او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د پوهنې رییس سیدحفیظ‌الله معتصم‌‌بالله په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د یادې ښوونځي په جوړېدو سره به ۴۵۰ زده‌کوونکو ته په معیاري توګه د زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه وویل: «دغه ابداییه ښوونځي ودانۍ په درېوو جریبه ځمکه جوړېږي چې شپږ درسي ټولګي لري، دوه اداري خونې، یوه تحوېل‌خانه، یوه د اوبو څاه، د اوبو ذخیره چې په لمریز برښنا سمبال ده، جوړېږي او د ماشومانو ملاتړې ادارې له‌خوا یې، لګښت ورکول کېږي.»

د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړېږي چې زده‌کوونکي یې، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي او ټينګار یې وکړ چې دغه ستونزه به راتلونکو څو کلونو کې هواره شي.

د جوزجان د اقچې ولسوالي د یادې سیمې یوشمېر اوسېدونکي هم غوښ دي چې دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي او وايي، له دې وړاندې به یې، زده‌کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې له ۱۰۰ ډېر ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي په خلاصه فضا کې زده‌کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام