د کانګو هېواد د فوټبال جام کې د دوو لوبډلو ترمنځ تر سیالي وروسته د بایلونکې لوبډلې لوبغاړو او نندارچیانو پر لوبڅار برید کړی چې له امله نوموړي روغتون ته پر لاره ساه ورکړې.
پر تولنیزو رسنیو خپرو شویو وډیوګانو کې ښکاري چې له لوبې وروسته د بایلونکې لوبډلې لوبغاړي او نندارچیان لوبغالي ته ښکته کېږي او هڅه کوي چې لوبڅار ووهي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې ویډیو کې لیدل کېږي چې نندارچیان د لوبڅار پر لوري څوکۍ ورګذاروي او د وهلو هڅه یې کوي. لوبغالي کې د امنیتي ځواکونو په مرسته لوبڅار له نندارچیانو او لوبغاړو ژغورل کېږي، خو وروسته یې د مړینې خبر خپور شو.
په ویډیو کې لیدل کېږي چې لوبڅار بېهوښه پروت دی او یو کس یې، خوله د اوبو اچولو هڅه کوي.
د کانګو فوټبال جام دغه لوبه د اوسي رینایسنس «OC Renaissance» او ډنګانایکا « Tanganyika» فوټبال کلبونو ترمنځ وشوه چې د پنالټي په شوټونو کې ډنګانایکا لوبډلې ۳-۰ وګټله.
له دې وړاندې هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د فوټبال لوبو پرمهال ورته پېښې شوي چې لوبڅاران پهکې ټپیان او وژل شوي دي.