پروان کې ۶۷ کلن حمیدالله مومني ټول قرانکریم په قلم لیکلی.
حمیدالله مومني چې د پروان د مرکز چاریکارو ښار اوسېدونکی دی، قرانکریم سره د ډېرې مینې لرلو په دلیل یې، د دغه پاک کتاب ټول ایتونه په قلم لیکلي.
دی وايي، دغه کار یې د دوو کلونو په جریان کې له ۱۴۰۱ تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې، په درې رنګه ساده قلمونو او دریو کتابچو کې په خپل لاس لیکلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي مومني یوازې تر دولسم ټولګي زدهکړې کړي او ډېر کلونه یې سخت ژوند تېر کړی، خو بلاخره یې پرېکړه وکړه چې خپل پاتې عمر قرانکریم او اسلام ته په خدمت کولو تېر کړي.
د حمیدالله مومني دغه اقدام د الله ج کلام سره د بېحده مینې ښکارندويي کوي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې کاپیسا کې دوو زدهکوونکو هم ټول قرانکریم په قلم لیکلی وو.