Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې یوه کس ۸۰۰ بې‌وزله زده‌کوونکو  ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

بببببببببببببببببب

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د محمداکبر اتل په نوم یوه کس په مرکز پل‌علم کې په خپل شخصي لګښت ۸۰۰ بې‌وزله او یتمو زده‌کوونکو ته د لیک‌لوست زده‌کړې په موخه مرکز پرانېستی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام وطندار ته وویل، دغه مرکز ته ودانۍ د  پل‌علم  اړوند د «غیرت‌اباد» سیمه کې پر دوه‌نیم جریب ځمکه جوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه، د یادې ودانۍ د ځمکې پر اخیستلو او جوړولو شاوخوا  ۲،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په دفتري وسایلو سمباله اداره، مجهز کمپیوټر لب، شپږ درسي ټولګي او نور د اړتیا وړ توکي لري.

د هغه په وینا، محمداکبر اتل د تېرو څو کلونو راهیسې د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو د لیک‌لوست په موخه له پوهنې ریاست سره په همغږۍ فعالیت کوي او موخه یې له لیک‌لوست محرمو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابرول دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، په دغه ښوونیز مرکز کې کال دولس میاشتې شاوخوا ۸۰۰  بې‌وزله او یتم زده‌کوونکو ته په وړیا توګه د دیني او عصري علومو زده‌کړو زمینه برابره شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې یې ۲۷۵ ښوونځي پرانیستي دي او شاوخوا ۱۵۰ زره نجونې او هلکان په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام