Asset 1SWN

پکتيا کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري شوی

6fbceef9-4103-4bc4-a344-1d5e2ad27364

د پکتیا مرکز ګردېز ښار په ورزشي لوبغالي کې نن چهارشنبه، لړم ۲۳مه پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کس د ميرزکې کړکين خولې اوسېدونکی دی د کلاشينکوف په واسطه یې، یو بل کس وژلی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زياتوي چې د سرپرست حکومت درې‌ګونو نظامي محکمو ياده موصوع په کره توګه څېړلې او د اسلامي امارت مشر له تاييد وروسته پر قصاص جاري شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې وړانديز شوی و، خو د نه منلو او انکار وروسته د قصاص حکم پلی شوی.

د ګردېز مرکزي سټډيوم ته د قصاص حکم پلې‌کېدو ته ورغلی يوه عيني شاهد عبدالوهاب وويل چې حکومتي مسوولانو او قومي مشرانو تر ډېره هڅه وکړه چې د مقتول کورنۍ قاتل ته بښنه وکړي، خو هغوی و‌نه منله چې له هغه وروسته پرې د قصاص حکم تطبيق شو.

هغه زياته کړه: «قصاص خو د خدای حکم و هغه په دې کس باندې تطبيق شو.قصاص بايد زيات شي تر څو په ټولنه کې د نورو قتلونو مخه ونيسي.»

د قصاص حکم ځای ته يو بل ورغلي کس سیدالله هم وويل چې د قصاص حکم په تطبيق سره په ټولنه کې د ډېرو ستونزو مخه نيول کېږي، خو هغه غوښتنه وکړه چې د قصاص په ځای دې يو بل ته بښنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، د قصاص د حکم پلي‌کېدو مراسمو ته د کورنيو چارو سرپرست په ګډون د کابينې ځينې غړي او زرګونه عام خلک هم ورغلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام