Asset 1SWN

د هرات-بلخ ترمنځ د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه

مسافروړونکي موټر

هرات کې چارواکي وايي چې د «بلخ-هرات» ترمنځ مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه.

د یاد ولایت د ځمکني ټرانسپورټ ریاست اداري او مالي امر عبدالحنان سنګري سلام‌وطندار ته وايي، د موټرو دغه نمایندګي یې له ایران دغه ولایت ته راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو لپاره جوړه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې یکشنبه، غبرګولي شپږمه سلام‌وطندار ته کړې دي.

د هرات د ځمکني ټرانسپورټ ریاست اداري او مالي امر عبدالحنان سنګري د مسافروړونکو موټرو دغه نمایندګي د ټرانزیټي زېربناوو او خلکو ته د اسنتیاوو  رامنځته کېدو برخه کې ګټوره وبلله.

هغه زیاته کړه چې د دې نمایندګي د موټرو په مرسته به مزارشریف ښار ته تلونکي مسافر په ۱۷ساعتونو کې ورسېږي چې په وینا یې، ورسره به د یادې لارې د مسافرو ډېرې ستونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خو نوموړي دا ونه‌ویل چې دغه کوچني مسافر وړونکي موټر به له هرات تر مزارشریفه له یوه کس څخه څومره کرایه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام