د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشېرمحمد سیرت وايي چې دا مهال دغه ولایت کې د رنګ تولید پنځه کارخونې فعالې دي او هرات د رنګ تولید برخه کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
هرات کې د افغان فیضي رنګ کارخونې رییس جمشید فیضي وايي چې دغه کارخونه په ورځ کې ۵۰ ټُنه رنګ تولیدي او د کورني بازار د رنګ اړتیا په سمه توګه برابرولی شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټينګار کوي چې دې کارخونه کې ۷۰ ډوله رنګ تولیدېږي چې ۴۰۰ کسان پهکې په مستقیمه توګه کار کوي.
بلخوا د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې د ملي تولیداتو زیاتوالی د اقتصادي ودې برخه کې مهمه ونډه لري او په وینا یې، هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو زمینه هم برابروي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې سرپرست حکومت د پرمختګ لپاره له کورنیو پانګوالو ملاتړ کوي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولانو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې د رنګ تولید برخه کې دا مهال پنځه کارخونې فعالیت کوي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰ کارخونې د رنګ برخه کې تولیدات لري.