Asset 1SWN

بلخ کې د مېرمنو د کورني تولیداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

بلخ

بلخ کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

دغه نندارتون نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شوی او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له لوري ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې نندارتون کې د مېرمنو کورني تولیدات، لاسي صنایع او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوې دي.

د بلخ د کرنې ریاست د پلان مدیر عبدالعزیز میوند وايي چې یاد نندارتون د کورنیو ملاتړ او د مېرمنو د ځان‌بسیاینې په موخه جوړ شوی دی.

د میوند په وینا، دې نندارتون کې د بلخ او سمنګان د دهداداي او خُلم ولسوالیو متشبثو مېرمنو کورني تولیدات په ۷۰ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

هغه وویل: «د کرنیزو تشبثاتو د پراختیا پروژه د کورنیو اقتصادي ودې لپاره ده او د درېیم نندارتون دی. د دې پروګرام موخه د کروندګرو او تولیدونکو ترمنځ د پلور اړیکې رامنځته کول دي.»

بل‌خوا یوشمېر متشبثې مېرمنې د دغه نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګندوني او وايي چې ورته نندارتونونه کولای شي، د مېرمنو ځان‌بسیاینې او تولیداتو ته یې، د بازار برابرولو کې اغېزمن ثابتېدای شي.

یوې متشبثې مېرمنې فریبا نوري سلام‌وطندار ته وویل: «دغه نندارتون ډېرې ګټې لري، ځکه کولای شو چې د خپلو ماشومانو اړتیاوې برابرې کړو او نورې اړتیاوې هم پوره کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د مېرمنو کورني تولیدات او کرنیزو محصولاتو درېیم نندارتون دی چې د یونېسف له لوري په شمال کې جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام