Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو او هنري اثار یو ورځنی نندارتون جوړ شو

۴۵۴۴۵۴۵

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو یو ورځنی نندارتون  جوړ شو.

په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون پرمهال سلام‌وطندار ته وویل، د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

صمیم زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د ځوانانو لېوالتیا له کتاب او مطالعې سره زیاته شوې او هڅه پیل شوې چې ورته نندارتونونه په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي.

د جوړ شوي نندارتون یوه ګډونوال نعمت‌الله رښتین سلام‌وطندار ته وویل، د دې ډول نندارتونونو د جوړېدو له لارې به ځوانان د کتاب او مطالعې په ارزښت وپوهېږي.

نوموړي د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود د را ژوندي کولو په موخه ورته پروګرامونه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د مطالعې دود پراختیا لپاره ورته نندارتونونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام