Asset 1SWN

لوګر کې د «حیواني محصولاتو» یو ورځنی نندارتون جوړ شو

لوګر ۱

د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له لوري په مرکز پل‌علم کې د مالدار ورځې نمانځلو په موخه د حیواني محصولاتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د دغه ولایت د کرني او مالدارۍ ریاست رییس عبدالروف سعیدي د هالنډ کمیټي فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې هالڼد کمېټه د مالدارۍ برخه کې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د حیواناتو د روزنې او ساتنې، حیواني محصولاتو ته بازارموندنې او حیواناتو ته واکسینونو برابرولو برخه کې د پام وړ مرسته کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د هالنډ کمېټ ولایتي مسوول داکټر نجیب‌الله مومند وویل، هالنډ کمېټې اوس د پل‌علم سربېره، په پنځو ولسوالیو کې نهه فعاله حیواني کلینیکونه لري چې مالدارانو ته د حیواناتو د خوړو ترڅنک درمل او واکسینونه ورکوي او شاوخوا ۱۶۰زره حیواناتو ته یې واکسینونه ورکړي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، هڅه کوي چې روان کال خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

جوړې شوې غونډې ته یوشمېر مالدارانو هم خپلې ستونزې او لاسته‌ راوړنې بیان کړې او له اړوند مسوولانو یې وغوښتل چې د مالدارۍ پر وړاندې شته ستونزې هوارې او د مالدارۍ ساتنې او پالنې ته پراختیا ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام