Asset 1SWN

پکتيا کې د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو

کتاب نندارتون (1)

د کتاب اونۍ نمانځنې په‌پار د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د کتاب پلورنځيو مسوولانو سره په ګډه ګردېز ښار کې د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ کړ.

د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رییس ثواب‌جان اسلاميار وويل، دغه نندارتون د کتاب اونۍ نمانځنې او د مطالعې دودولو په موخه جوړ شوی.

هغه له ځوانانو، د ښونځيو له زده‌کوونکو او محصلانو غوښتنه وکړه چې مطالعې ته دې پاملرنه زياته کړي؛ ځکه په خبره يې چې د الکترونيکي مطالعې په ځای د کتاب هغه ډېره ګټوره ده.

هغه دغه‌راز وويل چې په راتلونکي کې به بېلابېلو ولسواليو کې هم د کتاب ورته نندارتونونه جوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت د کتاب نندارتون ګډونوال هم خوښي څرګندوي او وايي، دا ډول نندارتونونه د مطالعې دودولو کې خورا ګټور دي او کولی شي ځوانان د کتاب لوستلو ته وهڅوي.

د نندراتون يو ګډونوال عزيز وويل، په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې بايد ورته نندارتونه جوړ شي ځکه چې په لرې پرتو سيمو او کليو کې ځوانان کتاب ته ډېر لاسرسی نه‌لري.

د يادونې ده چې هر کال د ثور مياشتې وروستۍ اونی په هيواد کې د کتاب اونۍ په نوم په رسمي ډول نمانځل کيږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام