که څه هم ۲۱مه پېړۍ د ټکنالوژۍ او نوښتونو پېر بلل کېږي، خو یوشمېر افغان ځوانان د بېلابېلو لاملونو له امله د ټکنالوژۍ له نړۍ لرې پاتې شوې دي.
سلاموطندار په دې راپور کې د هېواد له ۳۴ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ډېری دغه ځوانان ټکنالوژۍ او انټرنټ ته ډېر لږ لاسرسی لري.
له دې ۳۴ ځوانانو څخه لس یې د هېواد په لروپرتو سیمو کې ټکنالوژۍ او انټرنټ ته لاسرسی نهلري، ۱۷ هغه یې تر یوه بریده انټرنټ کاروي او پاتې اووه یې، په بشپړه توګه انټرنټ ته لاسرسی لري او ورځني ژوند کې ترې استفاده کوي.
لس هغه ځوانان چې انټرنټ او ټکنالوژۍ ته لاسرسی نهلري، وايي، له انټرنټ د استفادې په اړه د خلکو نهپوهاوی، له ښاري سیمو لرې ژوند، د انټرنټ ټیټه بیه او ټولنه کې ناسم دودونه لامل شوي چې دوی له انټرنټ لرې پاتې شي.
د بامیان یوه اوسېدونکي شېرحسین وویل: «چېرته چې موږ ژوند کوو، هلته انټرنټ کار نهکوي او د اړیکو لپاره له سیملرونکي ټیلیفونونو کار اخلوو، اقتصاد مو هم ښه نهدی چې وېپېروو. کمپیوټر سره هم بلدتیا نهلرم.»
د تخار یوه بل اوسېدونکی فضلالله چې له ټکنالوژۍ سره بلدتیا نهلري، وايي: «موږ د ټکنالوژۍ په اړه دومره نهپوهېږو، یوازې ټلوېزیون لرو، له انټرنټ استفاده نهکوو، ځکه بیه یې لوړه ده او کار هم نهکوي.»
حسیبالله چې د تخار اوسېدونکی دی او انټرنټ ته لاسرسی نهلري، وايي: « ډېری خلک دلته لاسرسی نهلري او بل دا چې کیفیت یې ښه نهدی او استفاده ترې نهکوي. زه له نوکیا موبایل استفاده کوم، اقتصاد مې ښه نهدی.»
همداراز د کندوز دوه اوسېدونکې ثنا او مرسل او د بامیان اوسېدونکې نېکبخت وايي چې د کورنۍ محدودیتونو له امله له ځېرک موبایلونو استفاده نهکوی او دا چاره لامل شوې چې د ټکنالوژۍ له نړۍ لرې پاتې شي.
ثنا وویل: « ټلوېزیون لرو، پلار او مور مې موبایلونه لري، خو پېغلې نهشي کولای چې موبایلونه وګرځوي، انټرنټ کمزوری دی.»
مرسل هم وویل: «موږ هېڅ لاسرسی نهلرو، یوازې مې پلار موبایل لري او موږ ښوونځي ته هم نهپرېږدي، دا خو لا لرې ده چې موږ ته موبایل واخلي او انټرنټ هم وکارو.»
نېکبخت وویل: «موږ اووه خویندې موبایلونه نهلرو، موږ ترې هېڅ استفاده نهکوو او یوازې مې پلار ترې استفاده کوي. موږ مصنوعي ځېرتیا نهپېژنوو.»
په دې راپور کې ۱۷ هغه ځوانان چې څه نا څه انټرنټ ته لاسرسی لري، وايي، د انټرنټ لوړه بیه لامل شوې چې ډېری وخت له نویو موضوعاتو لرې پاتې شي او پنځو نورو ځوانانو بیا وویل، انټرنټي کڅوړې لوړې دي، خو بیا هم دوی اړ دي چې د خپلو ښوونیزو ستونزو هواري لپاره ترې استفاده وکړي.
د کابل اوسېدونکي محمد وویل: «تر یوه بریده مو ستونزې هوارېږي، د انټرنټ لوړه بیه اغېز لري، بیه یې لوړه ده او کیفیت یې هم ټيټ دی او هغه ډول چې باید ترې استفاده وکړو، نشو یې کولی. زه اړتیا لرم چې ښوونیز درسونه مې یوټیوب کې ولټوم، خو نشم یې کولای.»
په ورته مهال زحل چې کابل کې ژوند کوي او ټکنالوژۍ سره څه نا څه بلدتیا لري، وايي، انټرنټ ښه کیفیت نهلري. «اوسنۍ نړۍ د ټکنالوژۍ نړۍ ده او که څوک وغواړي، که نه، لاسرسۍ ورته لري، زه ۵۰سلنه لاسرسی لرم. افغانستان کې انټرنټ کمزوری دی، په ستونزه یې کارو او ډېره لوړه بیه هم لري.»
په دې راپور کې ۷ نور نجونې او هلکان چې ورسره مرکې شوي، ویلي، انټرنټ ته لاسرسی لري او په مرسته یې کولای شي، ځان یو چېرته ورسوي. د کابل اوسېدونکې مریم چې له پوهنتون راګرځول شوې، وايي، له ټکنالوژۍ د استفادې زمینه ورته برابره وه او اوس کولای د خپلو زدهکړو لپاره له یوټیوب او نورو اپلېکېشنونو استفاده کوي.
هغې وویل: «ټکنالوژي د انسان په ژوند کې ونډه لري، انلاین زدهکړو کې ترې استفاده کوم، په ځانګړې توګه په دې شرایطو کې چې ښوونځي تړل شوي او یوټیوب او نور مرسته کوي، زه یې د انګلیسي زدهکولو لپاره استفاده کوم.»
د کابل اوسېدونکې حمیدې هم وویل: «زه ټکنالوژۍ ته لاسرسی لرم، انلاین زدهکړې لرم او زمینه یې راته برابره کړې. کابل ځوانان ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري، اوس ماشومان هم ورته لاسرسی لري، خو ولایتونو کې نشته، د برښنا او نټرنټ نشتون له امله ورته لاسرسی نهلري.»
یوشمېر مرکه شوي همدارازا وايي، د عمومي اطلاعاتو تر څنګ، د ځان بوختیا او تفریحې لپاره هم انټرنټ کاروي. مصطفی امیري چې د ژورنالیزم پوهنځي د وروستي سمسټر زدهکړیال دی، وايي، د ښوونیزو موضوعاتو ترڅنګ له انټرنټ د ځان بوخت ساتلو هم استفاده کوي.
هغه وویل: « ټکنالوژۍ ته د لاسرسي برخه کې خنډ نهوینم او لاسرسی لرم، ښوونیزو موضوعاتو او تفریحې لپاره ترې استفاده کوم، فېسبوک او کلشاوف ګېم کاروم.»
بلخوا یوشمېر نور ځوانان بیا وايي چې دا مهال له ټکنالوژۍ د کار او سوداګرۍ په برخه کې ډېر کار اخلي. د کابل اوسېدونکي لطفالرحمن وویل: «نږدې یو کال کېږي چې له چتجيپيټي استفاده کوم، بېلابېلو ډولونه لري او له ټولو یې استفاده کوم او نوي چتجيپيټي یو کال کېږي چې استفاده کوم. ګوګل جمینای دی چې کاري او دفتري برخه کې ترې ډېره استفاده کوم.»
د کابل اوسېدونکي عبید وویل: « اوس چتجيپيټي ډېر کارونه اسان کړي، زه ترې هره ورځ استفاده کوم او ګټور دی.»
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اټرا» ویاند جلالالدین شمس وايي چې دامهال څه باندې ۱۲ میلیونه کسان افغانستان کې انټرنټ کاروي.
هغه وویل: « اوس مهال افغانستان کې۲۳ میلیونه وګړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري چې له ډلې یې څه باندې ۱۲ میلیونه انټرنټ کاروي. اترا ادارې تېرکال دېری پوهنتونونه وایفای سره ونښلول، څو زدهکړیالان له انټرنټ استفاده وکړي.»
افغانستان کې ځوانان داسې مهال انټرنټ ته لاسرسی او یا هم تر یوه حده لاسرسی لري چې نورو هېوادونو کې انټرنټ ځوانانو ته د کار کولو او عاید یوه ښه سرچینه ګرځېدلی دی.