Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات او پکتیا کې یوشمېر کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوي

Taliban-and-Crime-AFP-1536x1024-2-1140x760

په پکتیا او هرات ولایتونو کې د ابتدائیه محکمو د پرېکړو له مخې پر یوشمېر کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزاوې تطبیق شوې دي.

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالي ابتداییه محکمې د پرېکړې پربنسټ، یو کس د جعلي پیسو د کارولو په جرم پر شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوی دی.

یاد حکم له هغې وروسته عملي شوی چې د سترې محکمې عالي مقام له لوري تایید شوی دی. د سزا د تطبیق پرمهال د ابتداییه محکمې مسوولانو، د ولسوالي امارتي ادارو استازو او عامو خلکو حضور درلود.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، د هرات ښار ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې، اته کسان د الکولي مشروباتو د تولید، پېر او پلور په جرم هر یو پر دوو کلونو تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.

دا پرېکړه هم د سترې محکمې له تایید وروسته د محکمې د مسوولانو او مراجعینو په حضور کې عملي شوه.

چارواکي وايي، دا ډول اقدامات د ټولنیز نظم د ټینګښت او د قانون د تطبیق په موخه ترسره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام