Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي

لوګر- چوک

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي دغه ولایت کې د سل زره امریکايي ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.

جومات چې د څرخ ولسوالي اړوند نوشهرسیمه کې د «احمدیه» په نوم دیني مدرسې او دارلایتام ته په اساسي توګه جوړېږي، شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي او د ۳۰۰ لمونځ‌کوونکو ظرفیت به ولري.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند، شاپور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دا جومات او ورسره، دینه مدرسه او دارالایتام زده‌کوونکو لپاره ډوډۍ خوړولو صالون او د اوداسه ځایونه به هم جوړ شي.

د یادې ودانۍ لګښت د ترکیې د یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ جوړیږي چې چارې به یې تر راتلونکي یوه کال بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عرب همدارنګه زیاتوي چې دغه دیني مدرسه د پوهنې د اسلامي زده‌کړو امریت په چوکاټ فعالیت کوي چې اوس په‌کې شاوخوا۲۵۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به نه یوازې د عبادت‌کوونکو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، په خواکې به یې سلګونه پر زده‌کړو بوخت ماشومانو ته هم د لیک-لوست مناسب چاپیریال برابر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام