کابل کې د لسګونه کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون د «۲۰۲۳ کال او د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي اړیکې» تر نوم لاندې غونډه وکړه.
د سرپرست حکومت چارواکو او پانګوالو د یادې غونډې پر مهال هېواد کې د پانګونې پر وضعیت خبرې وکړې. دغه غونډه پرون چهارشنبه د وږي ۱۵مه جوړه شوې وه.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې تېرو دوو کلونو کې د افغانانو د بد اقتصادي وضعیت او له دې وضعیت سره د مبارزې لپاره د بشري مرستو د کمېدو په اړه د مرستندویه بنسټونو له خوا ګڼشمېر راپورونه خپاره شوي دي.
د یادې غونډې ګډونوالو له دغه وضعیت څخه د وتلو او افغانستان کې د اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او د پانګونې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان – امریکا د سوداګرۍ خونې رییس جیفري کریګور دغه غونډه کې وویل: «زموږ باور دا دی چې په راتلونکي کال کې به افغانستان کې بشري مرستې کمې شي، نو د بدلون راوستلو لپاره باید شته اقتصادي زېرمې پیاوړې شي.»
همداراز یاده غونډه کې د افغانستان نړیوال بانک رییس ابراهیم محب وویل چې دغه ډول ناستې د بهرنۍ پانګې د جذب لپاره مهمې دي او په وینا یې، د باور فضا رامنځته کوي. «د ناستې هدف د بهرنۍ پانګې جذب دی او د باور فضا رامنځته کول دي.»
هغو پانګوالو او سوداګرو چې دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه، که څه هم افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښهوالي له امله د پانګونې لپاره اوسني شرایط د قناعت وړ بللي؛ خو د پانګونې برخه کې یې د بانکي ستونزو په ګډون د ځینو شته ننګونو پر حل ټینګار کړی دی.
د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده دې ناسته کې وویل: «هیلهمند یو هغه ستونزې چې د ا.ا اړوند دي، حل شي، هیلهمند یو چې نړیوالو سره شته ستونزې مو حل شي و اقتصادي بندیزونه لرې شي.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې ا.ا چمتو دی، څو په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.
هغه وویل: «هېواد کې ډېری برخې پانګونې ته اړتیا لري، موږ نه یوازې کورنیو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ا.ا داسې مهال بهرنیو پانګوالو ته افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکوي چې دوه کاله وړاندې هېواد کې د سلګونه اقتصادي او پرمختیايي پروژو چارې چې د بهرنیو مرستندویو بنسټونو لهخوا تمویلېدې، نیمګړې پاتې دي.