د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس په خپل شخصي لګښت په ۲.۲ میلیونه افغانیو د فوټسال لوبغالی جوړ کړی دی.
د فوټسال دغه لوبغالی د ملایانو کلي کې جوړ تو ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدعبدالحی سباوون سلاموطندار ته وايي چې دغه لوبغالی د ملایانو کلي د یوه اوسېدونکي په ۲.۲ میلیونه افغانیو جوړ شوی دی.
د یاد لوبغالي مسوول محمدرحیمي بیا وايي چې دغه لوبغالی ۴۳ متره اوږدوالی، ۲۳ متره پلنوالی لري او په وینا یې، د جوړېدو چارې یې، د درېوو میاشتو په موده کې بشپړ شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې وړ ده چې دغه لوبغالی د شاوخوا ۸۰۰ نندارچیانو د کېښناستو لپاره ځای هم لري.
فراه کې دغه لوبغالی داسې مهال جوړېږي چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د یوشمېر سوداګرو او ورزشکارانو له لوري په خپل شخصي لګښت د فوټسال، والیبال او نورو سیالیو لپاره لوبغالي جوړ شوي دي.