د فراه د امنیه قومنداني ویاند، محمد نسیم بدري وایي چې په دې ولایت کې یوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې دغه پېښه سهشنبه، د لړم ۲۷مه، د فراه د گلستان ولسوالي د «دهک» کلي کې رامنځته شوې ده.
د بدری په خبره، دغه کس محمدصادق نومېږي چې خپله لور یې هم ټپي کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فراه د امنیه قومنداني ویاند، زیاته کړې چې محمدصادق نیول شوی دی او په دې اړه پلټنې روانې دي، څو د دې پېښې علت معلوم شي.
پخوا هم ورته پېښې په ځینو نورو ولایتونو کې شوې چې ډېری وخت یې علت د اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي په توګه ښودل شوی دی. د راپورونو له مخې، د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره زیاتې هڅې پکار دي.