د جوزجان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو «جادوګر» په اته کاله بند محکوم شوی دی.
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند محمدعاکف مهاجر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د جوزجان محکمې دغه ولایت کې یوه جادوګر ته د اته کاله بند سزا ورکړې ده.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
عاکف مهاجر لیکلي چې دغه کس څه موده وړاندې نیول شوی او د یاد ولایت محکمې ته ورپېژندل شوی و.
نوموړي وویل: «جوزجان کې څه موده وړاندې یو جادوګر د امربالمعروف نهې عنالمنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ولایتي ریاست له لوري محکمې ته معرفي شوی و چې بالاخره اته کاله حبس پریکړه پرې د محکمې له لوري وشوه.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند همداراز ویلي چې هېواد کې یې د کوډګرو او جادوګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
په ورته مهال څو ورځې وړاندې یاد وزارت ویلي و چې د خلکو له شکایتونو وروسته یې هېواد کې د جادوګرو او کوډګرو د نیولو او محکمې ته یې د سپارلو پرېکړه کړې ده.
د جوزجان ولایت کې څه موده وړاندې یو جادوګر د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ولایتي ریاست له لوري محکمې ته معرفي شوی و چې بالاخره اته کاله حبس پریکړه پرې د محکمې له لوري وشوه.
کار جریان لري
کوډګرو ته بد خبر.— M.Sadiq Akif (@SadiqAkif) August 9, 2023
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر سلاموطندار سره خبرو کې ویلي و چې د دوی د څېړنو پر بنسټ، ځینو سیمو کې کوډګرو فعالیت کاوه چې د یاد وزارت مشرتابه یې د مخنیوي پرېکړې کړې.
هغه ویلي و: «په ګڼشمېر ولایتونو کې زموږ هېوادوالو دې برخه کې شکایت درلود او تر هغه ځایه چې موږ څېړنه وکړه ځینو برخو کې دا کسان پر کوډګرۍ بوخت وو او له همدې امله د وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې مخه یې باید ونیول شي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان همداراز وايي، د شریعت په چوکاټ کې د تعویذ لیکل ستونزه نهلري، خو په وینا یې، ځینې کسانو ترې تجارت جوړ کړی دی.