د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په مرکز پلعلم کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلاموطندار ته وویل، پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په لوګر کې د بېوزله ښوونکو د لاسنیوي په موخه د پورونو ورکولو صندوق پرانېستلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه چې پوهنې وزارت پرانېستل شوي صندوق ته د لومړي ځل لپاره څلور میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې او په روان مالي کال کې به شاوخوا ۲۵۰ مستحقو ښوونکو ته د پور په ډول ورکړل شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې هر ښوونکي ته د خدمت مودې په پام کې نیولو سره له ۱۲زرو نیولې تر ۲۴ زره افغانیو کوچني پورونه ورکړل شي.
د ده په وینا، له یاد صندوق پرانېستلو څخه یې موخه د بېوزله ښوونکو لاسنیوی او ملاتړ کول دي.
بلخوا د برهکي برک ولسوالي یوه ښوونکي وحیدالله سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د پورونو ورکړې صندوق پرانېستل شوی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې د یاد صندوق د څارنې او مدیریت لپاره دې داسې کسان وګمارل شي چې ښوونکو ته په شفافه توګه پورونه ورکړي.
دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې ښوونکو ته د پورونو ورکړې صندوق پرانېستل شوی او د چارواکو په وینا، که دغه چاره بریالۍ شوه، نورو ولایتونو ته به یې هم وغځوي.