بوټونه یې، له دې ژر زړېږي، هر سهار وړاندې له دې چې ښار بیدار شي، دا له کوره وځي، څو د ژوند څرخ په یوازې ځان وچرخوي.
۴۳کلنه نسرین حکیمي د کابل اوسېدونکې ده چې د خپلو اولادونو د اړتیاوو برابرولو لپاره پاککاري کوي. دا وايي، که څه هم د ژوند درون بار یوازې پر اوږو وړي، خو باور لري چې له ې وضعیت د وتلو لپاره یې، زدهکړې د اولادونو وروستی سنګر دی.
نسرین وايي چې د خاوند له مړینې وروسته، هغه په یوازې ځان د خپلو اوو اولادونو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري.
هغه وویل: «زه د اوو ماشومانو مور یم او د ژوند پیل څخه د خپل کور نفقه راوړونکې یم. خاوند مې مړ شوی، ۵کال کېږي. د اولادونو سرپرستي یوازې ډوډۍ او اوبه نهدي چې ورته راوړل کېږي؛ هغوی باید سمې روزنې ترلاسه کړي، یوه ښه ځای ته ورسېږي، زدهکړې وکړي او درسونه ولولي. شکر دی چې زما ماشومان ښوونځي ته ځي. تر څو چې ژوند لرم، هڅه مې دا ده چې خپل اولادونه لږترلږه یوه ښه ځای ته ورسوّم.»
نسرین چې په یوازې توګه د ځان او کورنۍ سرپرستي کوي، د اولادونو ښوونه او روزنه خپل یوازینۍ لوبه ننګونه بولي. هغه زیاتوي چې د نورو کورونو کې صفاکاري او پر وخت د عاید نه ترلاسه کول، هم هغه او الادونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وویل: «فعلاً په کورونو کې کار کوم، معاشونه پر وخت نه راکول کېږي. که ورځنۍ کار کوم، وایم چې لږترلږه د خپل ورځني مصرف او د کور لګښت پوره کړم. کار کول انسان ته تازه والی ورکوي، خو بیا وایي چې معاش نه شته. سبا د دوه ورځو معاش یوځای راکوي، او که سبا کار وکړې، بیا وایي چې نن د اولادونو پلار نهدی راغلی، او بله ورځ هم همداسې… موږ بېخي ستړي شوي یو.»
نسرین چې د ورځې یوازې له ۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ عاید لري، وايي، له زیار سره سره، د خپلو ناروغو ماشومانو د درملو اخیستلو توان نهلري. «نه، په خدای قسم چې هېڅ نهشم کولی. که ناروغه شي، یوازې دومره توان لرم چې ورته یو پاراسټامول یا کوم ساده جوشانده دوا واخلم. وس مې نه رسېږي چې روغتون ته یې یوسم او معاینات ورته وکړم. همدومره مې له لاسه کېږي، تر دې زیات هېڅ نه شم کولی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روغتیايي ستونزې، اقتصادي فشارونه او د ژوند لګښتونه، نسرین او زرګونه نورو سرپرسته او کونډو مېرمنو ته ژوند سخت کړی او دوی یې تر سخت رواني فشار لاندې راوستې دي.
هغه وویل: «ډېر زیات که همدا اوس ډاکټر ته ولاړه شم، ښايي د بستر نسخه راته ولیکي. د هډوکو درد راته پیدا شوی، د ملا د ستنې مهرې مې سره نږدې شوې دي. د شپې هېڅ خوب نهشم کولی، دومره درد لرم؛ خو مجبوره یم کار وکړم، بله لاره نهلرم. یوازې دا هیله لرم چې په کور کې واوسم او یو مسلمان مې د لګښت غم وخوري، همدومره، نور هېڅ ارمان نهلرم.»
۳۶کلنه پري د تخار اوسېدونکې او له لسو کلونو راهیسې د ښوونکې په توګه دنده کوي. هغه وايي، د نسرین په څېر د تنګسیې له امله د خپلو اولادونو د لګښتونو برابرولو توان نهلري او دې وضعیت له رواني فشار سره مخ کړې ده.
هغه وویل: «زه د مکتب معلمه یم، خو معاش مې دومره نه دی چې د ژوند لګښتونه خوراک، د کور کرایه او نور مصارف پوره کړي. ان د خپل زوی د درملنې پیسې هم نه شم برابرولی. له رواني پلوه هم، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د یوې ښځې لپاره چې خپله نانآوره وي، دا حالت ډېر سخت دی؛ د خلکو خبرې او اقتصادي فشارونه ټول راته ستره ستونزه ګرځېدلي دي.»
هوا ورو ورو تیاره کېږي، خو نسرین له زحمت او کړاو ډکې یوې ورځې پېډۍ تړي او د کور پر لور روانېږي. هغه د ژوند ټولو ننګونو سره سره، اړ ده چې مقاومت وکړي، هغه مبارزه چې کله د دروند زغم او د کار خاوند له لوري په بېاحترامۍ پای مومي. خو د ژوند تر ټولو لویه هیله یې، د اولادونو لوړې زدهکړې دي.